امنیت

د طالبانو پوستې ونيولې شوې .

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
په فارياب ولايت کې دګډو امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو پنځه پوستې د دولتي ځواکونو له خوا ونيولې شوې او ٢٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه ويشت تنه نور ټپيان شول.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول عبدالکريم يورش دباختر آژانس خبريال ته وويل: دفارياب ولايت دګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ګډو ځواکونو دعملياتو په بهير کې ٢٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٢ تنه نور ټپيان شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه چاڼيز عمليات له دريو ورځو راپه دې خوا دفارياب ولايت دګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري ددغو عملياتو په بهير کې د دولت دوسله والو مخالفينو پنځه پوستې دامنيتي ځواکونو له خوا نيولې شوې او دغه راز د دوى دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو هم دامنيتي ځواکونو له خوا ويجاړه شوې ده .
خبرځاى زياته کړه دغه عمليات په بشپړه توګه دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو تر پاکولو پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته