
کابل، د سلواغې ١٤مه، باختر
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولايت په بغلان ولسوالۍ کې یې ٣ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندان مولوي شېر احمد برهاني د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ٣تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
برهاني زياته کړه، چې له نیول شويو کسانو څخه یوه اندازه چرس او ټابلېټ کا ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
لمر