خبرونهامنیت

بغلان کې ٧ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول

کابل، د سلواغې ١٤مه، باختر
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولايت کې يې ٧ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندان مولوي شېر احمد برهاني د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې امنیتي ځواکونو يې د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ۷ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
برهاني زياته کړه، چې له نیول شويو کسانو څخه یوه اندازه چرس، پوډر او ټابلېټ کا ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا