اقتصاد

د ترکمنستان او افغانستان د اوسپنې پټلې په باب نړيوالې تبصرې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د لويديح زياترو مطبوعاتو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پرانستل مهم بللي دي .
د باستون ګلوب ورځپاڼې يوه مقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده او ليکلي يې دي چې له دغې پټلۍ څخه په استفادې سره به د لومړي ځل لپاره اوړه، غنم،کيمياوي سره او يوه اندازه ساختماني مواد وليږدول شي او د دغې پټلۍ له لارې د افغانستان او ترکمنستان پيوستون به له تاجکستان، چين، هند او پاکستان سره د تجارتي او اقتصادي همکاريو زمينه هم برابره کړي .
بريتانوۍ خپرونې ريلوي ګازت هم په دې باب ليکلي دي چې د دغې پټلۍ د غځولو د کار د بشپړيدو په صورت کې نه يوازې د سيمې د هېوادونو ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړيکې ښه والي مومي، بلکې افغانستان او د سيمې نور هېوادونه به د کسپين سمندرګي له لارې د قفقاز له سيمې او اروپايي هېوادونو سره ونښلول شي.
په دغې پروژې سربېره ترکمنستان ويلي دي چې د افغانستان پولې ته څېرمه په امام نظرګمرک کې د تيلو يو ستر زيرمه تون جوړ کړي چې افغانستان ته د تيلو صادرات آسان شي.
په دې زيرمه کې ويل کيږي چې په کال کې٥٤٠ زره ټنه تيل زيرمه کيداى شي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د آقينې د اوسپنې پټلۍ له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د اوسپنې دويم پټلۍ ده .
مخکې له دې د ازبکستان او مزارشريف ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځول شوې وه او په دې ترتيب له ايران څخه د هرات تر هوايي ډګر پورې د اوسپنې پټلۍ د غځولو کار دوام لري.
پاکستان څوکاله مخکې ويلي و چې له چمن څخه تر سپين بولدک او له تورخم څخه تر جلال آباد ښار پورې د اوسپنې پټلۍ غځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته