
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د بغلان امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري په نشه يي توکو د ۷۰ روږدو کسانو درملنه وشوه.
د بغلان د امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په نشه يي توکو د روږدو یادو ۷۰ کسانو درملنه له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د بیا ژوند په نامه د یوه خصوصي بنسټ په مرسته د ۴۵ ورځو په موده کې ترسره شوه.
د بغلان امنیې قومندان جان محمد حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په مرسته به دغو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
اندړوال \ لمر