(PS)خبرونه(PS)امنیت(PS)ټولنه

بغلان کې په نورو وسایطو د پوځي هارنونو نصب کول منع شول

کابل، د غبرګولي لومړۍنېټه، باختر

د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کورنیو چارو وزارت د هدایت سره سم پرته د اور وژنې د وسایطو او امبولانسونو څخه په نورو وسایطو د پوځي هارنونو نصب کول منع اعلان شول.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر قاري عبدالغیور خادم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دې ولایت کې د کورنیو چارو وزارت د هدایت پر بنسټ، د اور وژنې موټرونو او امبولانسونو پرته په نورو وسایطو کې د پوځي هارنونو نصب منع شوي او هېڅوک حق نه لري چې له دغه امر څخه سرغړونه وکړي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال ملا جان محمد حمزه د امنیې قومندانۍ اړوند له ټولو آمرینو او مديرانو غوښتنه کړې چې دغه امر دې په جدي توګه پلي کړي.

ورته مهال د بغلان اوسېدونکي د امنیې قومندانۍ د دې اقدام هرکلی کوي او د نظامي کسانو په ګډون له عامو خلکو هم غواړي چې له خپلو وسایطو دې پوځي هارنونه لرې کړي.

اندړوال،ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا