(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

بغلان کې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

کابل، د وري ۲۲مه، باختر

د بغلان د پوهنې رياست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۳۵ ښوونځي ودانۍ نه لري او تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست سرپرست مولوي امان الله حقیار له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په بغلان کې ټول ۵۶۲ ښوونځي فعال دي، چې له ډلې یې ۲۳۵ ودانۍ نه لري او تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.

مولوي حقیار زیاته کړه، چې د بغلان په اکثرو ښوونځيو کې د ودانیو او څښاک پاکو اوبو نشتوالى د حقیار پر وړاندې له ننګونو څخه ياد کړ.

هغه د پوهنې له وزارت او له ملاتړو بنسټونو وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

مولوي حقیار وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې ۸۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته نوم لیکنه کړې ده.

د هغه په وینا، سږ کال د ازادې سیالۍ له لارې د ښوونکو ۴۰۰ خالي بستونه اعلانوي، چې په دې سره به د بغلان په پوهنې ریاست کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په بغلان کې څه باندې ۴۰۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ۹ زره ۵۰۰  ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کېږي.

اخلاص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا