فرهنګ

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو وینه ورکړه

ترینکوټ باختر د لړم د میاشتې ۴ مه
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو د مرکز ترینکوټ په ولایتي روغتون کې څه ناڅه۳۵۰۰ سي سي وینه د یاد روغتون د ویني په بانک کې د اړو ناروغانو لپاره ورکړه.
که څه هم ځينې خلک د ویني ورکول ځانته روغتیايي زیان بولي، خو ډاکټر ضیاالرحمان بیا دغه کار روغتیايي ګټه بولي او له خلکو څخه غواړي چې د اړو کسانو د ژوند ژغورلو لپاره وینه ورکړي.
د ده په خبره چې وینه ورکول پر ثواب سربیره یو شمېر روغتیايي ګټي هم لري او باید د ښې او سالمې روغتیا لپاره هر تن د کال په  اوږدوکې دوه یا درې ځله وینه ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیوکې په دغه ولایت کې د ویني ورکولو دود په پرتلیز ډول عام شوی او په څو ځلې ګڼ شمېر ځوانان روغتون ته د ویني ورکولو په موخه تللي او په ډله ییز ډول يې وینه ورکړې چې تر ډېره بریده يې وينې ته د اړو  ناروغانو اړتیاوې پوره کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته