(PS)خبرونه(PS)ټولنه

بلخ ح تېر کال ۲۴۳ جوماتونه جوړ شوي دي

 کابل، د وري ۲مه، باختر

د بلخ امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولین وايي، چې تېر کال د دغه ولایت په مرکز مزار شریف او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۴۳ جوماتونه جوړ کړي دي.

د دغه ریاست ویاند مولوي نصرت الله هوتک باختر آژانس ته وویل، چې په تېر کال کې یې ۲۳۶ شکایتونو او عریضو ته رسېدنه کړې او دغه راز د  مرکز په ګډون بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۴۳ جوماتونه جوړ کړي دي.

هوتک زیاته کړه، چې په دغه موده کې د ۲۳۶ شکایتونو او عریضو له منځه ۸۰ عریضې د دغه ریاست له لوري حل شوي ۸۰ اړوندو ارګانونه ته راجع شوي او پاتې نورې تر څېړنو لاندې دي.

د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې د مېرمنو د خوندي فعالیت لپاره د خدیجه الکبرا په نوم یو مارکیټ چې ۲۰۰ دوکانونه لري جوړشوی، چې په کې زیات شمېر مېرمنې په کار بوختې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا