امنیت

دهېواد په ختيځ کې ديوې چاودنې درامنځته کيدو مخه ونيول شوه .

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
دهېواد په ختيځ کې ديوې چاودنې درامنځته کيدومخه ونيول شوه
  امنيتي او دفاعي ځواکونو نن سهار دنورستان، کونړ ، لغمان او دننګرهارپه ولايتونو دکليو داوسيونکو په همکارى کې دتګ راتګ  په ګڼ ميشته لاره کې څه ناڅه  ٣٣ ماينونه کشف او شنډ کړل .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوجګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو  ٣٣  ماينونو په  کشفولو سره  په نورستان ، کونړ ، او ننګرهار کې  دملکي وګړو لپاره دتروريستي  خونړيو بريدونو مخه ونيول شوه
تراوسه پورې کومې  ډلې ياکوم کس ددغو ناکامو ماين ښخولو مسووليت په غاړه  نه دى اخستى  خو پوځي  مقامات ،  طالبان او داعشيان ددغو ماينونو دښخولو عاملين بولي . طالبان او داعشيان زياتره په افغانستان کې د بمونواو ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي داسې اقدام چې زياتره ملکي وګړي په کې قرباني کېږي.   ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته