(PS)خبرونه(PS)ټولنه

بلخ کې تر دې دمه نږدې ٥٠٠ سوالګر راټول کړل شوي دي

کابل، د وري ٢١مه، باختر
بلخ کې د سوالګرو راټولولو کمېسیون مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یادې کمېټې د کار د پیل راهیسې نږدې ٥٠٠ سوالګر راټول کړل شوي دي.
د یاد کمېسیون رییس مولوي فیض الله فیضي باختر آژانس ته وویل، چې د یاد کمېسیون د کار د پیل راهیسې نږدې ٥٠٠ سوالګر راټول کړل شوي او د بایومیتریک پروسې له بشپړېدو وروسته افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوي دي.
فیضي زیاته کړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري به ورسره د هر غړي پر سر دوه – دوه زره افغانۍ ورکړل شي.
نومړي زیاته کړه، چې د یاد کمېسیون د کاري پلان مطابق بې وزله کسان افغاني سرې میاشتې رياست ته، معلول کسان د شهیدانو او معلولینو ریاست ته، په نشه یی توکو روږدي کسان د روږدو کسانو روغتون ته او دغه راز هغه کسان چې د کار کولو وړتیا لري ښاروالۍ ریاست ته د استخدام په موخه ورپېژندل کېږي.
هېره دې نه وي، چې د سوالګرو د راټولولو لړۍ څه موده وړاندې پلازمینې کابل څخه پیل شوې وه.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا