پاکستاني طالبانو نن دخيبر پښتونخوا ايالت په يوې پوځي اډې بريد وکړ ،يو عسکر يې وواژه اوپنځلس تنه نور يې له ځان سره بوتلل .
له دغه بريدوروسته دياغيانو په يوه وينا کې چې په رسنيو کې خپره شوه ويل شوى دى چې دوى به تښتول شوي پوځيان ووژني .
دسيمې دپوليسو آمر وويل، څه ناڅه پنځه ديرش تند لاري چې په ټوپکونو سمبال و و سهار وختي د خيبر پښتونخوا ايالت دټانک په سيمه کې په پوځي اډې بريد وکړ ودانۍ يې وسوځول او يوه اندازه وسلي يې ځان سره يوړل .
په دې نښته کې يو عسکر وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي .
ددغه افسر دڅرګندونو له مخې، پنځلس تنه نور عسکر بي درکه دي چې ښايي تښتول شوي وي .
دپاکستاني طالبانو ويندوى احسان الله احسان دتيلفون له لاري داسوشيتد پرس ته ويلى دى چې دوى پنځلس تنه عسکر تښتولي دي ځکه يو شمير يې په تيښتي بريالي شوي دي .
دپوليسو رييس عبيد وويل چې لومړي ددوى دوه ويشت تنه عسکر تښتول شوي و چې اووه تنه يې په تيښتي بريالي شوي دي .