خبرونهامنیتTOP

بلخ کې د خوارجو درې پټنځایونه له منځه یوړل شول

 کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د ځانګړو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې د خوراجو درې پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د مزار شریف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د خوارجو په دریو پټنځایونو عملیات ترسره کړي، چې په کې ګڼ شمېر خوارج له منځه وړل شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې په دغو عملیاتو کې ګن شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا