
کابل، د وري ٣٠مه، باختر
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خصوصي کتاب ناشرانو په همکارۍ د کتاب او قرآنکریم څو ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.
د یاد نندارتون د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وویل، چې دغه نندارتون قرانکریم، دیني او عصري علومو لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه جوړ شوی، چې په کې ٢٠٠ ټوکه قرانکریم او تفسیر شریف او سلګونه ټوکه دیني او عصري کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
ورته مهال یو شمېر کسان چې دغه نندارتون ته راغلي د یاد نندارتون په جوړولو خوښ دي او وایي، چې دغه ډول نندارتونونه د ځوانانو پوهې په لوړولو کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د قرانکریم درې ورځني نندارتونونه په لاره اچول شوي وو.
لمر