نړۍ

په ټول عراق کې په جلا جلا بريدونو کې څه ناڅه څوارلس تنه ووژل شول .

بغداد- نيوزنو – باختر دمرغومي دمياشتې ٩
دعراق  په ګوټ ګوټ کې په جلا جلا بريدونو کې څه ناڅه څوارلس تنه  ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
په يو له دغو بريدونو  کې دموصل په ښارکې ځانمرګي بريدکوونکي د اردو   په ګزمې بريدوکړ او له څلورو تنو سرتيرو سره څلورتنه جګپوړې افسران ووژل شول   او نهه تنه سرتيرې او څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دبغداد په  ابوغريب سيمه کې هم وسله والو کسانو دحکومت د ملاتړو مليشه دځواکونو دپلتنې په يوې پوستې بريد وکړ .
په دې بريد کې دمليشو پنځه  تنه سرتيرې ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه راز پرون د بغداد ښار په جهاد سيمه کې دبم دچاودنې له امله  دوه تنه ملکي وګړى  ووژل شول او اته  تنه  نور ټپيان شول .
داسوشتدپرس خبرى آژانس خبر راکړ :  چې دپرونيو وژل شويو کسانو په  ګډون دهغوکسانو شمير چې په روانه مياشت کې په عراق کې وژل شوي دي څلور سوه نوي  تنو ته   ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته