خبرونهاقتصاد

بلخ کې د ٦ میلیونو ډالرو په لګښت یو مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ١٤مه، باختر
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو لوی مسلخ د ٦ میلیونو ډالر په ارزښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست مولوي عطاالله عمري په شتون ګټې اخيستني ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپست مولوي عطاالله عمري وویل، چې خپل هېواد به پخپله جوړو او هېڅ کوم بل هېواد د بهرنیو هېوادونو لخوا نه دی جوړ شوی.
عمري دغه راز له پانګه والو غوښتنه وکړه، ترڅو د خپل ولس او ملت لپاره هېواد کې پانګه اچونه وکړي او د زراعت ملاتړ او د ښې پاملرنې په موخه له خپلو بزګرانو سره همکاري او مرسته وکړي.
همدارنګه د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د دغه مسلخ له جوړېدو هرکلی وکړ او د بلخ له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه، ترڅو خپل څاروي په یاد ځای کې په ښه او پاک ډول ذبحه کړي.
ورته مهال د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب الله طارق د دغه مسلخ جوړېدل د بلخيانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده او ډاډ يې ورکړ، چې د قصابانو په همغږي او د ښار پاکوالي او د ولس روغتیا د خونديتوب لپاره هڅه کوي، ترڅو ټول د ذبحې څاروي په دغه مرکز کې ترسره شي.
په همدې حال کې د یاد مسلخ مسوول نصرالله یوسف زی وايي، چې دغه مرکز د ٦ میلیونو ډالرو په لګښت د اسیا نړیوال بانک لخوا رغول شوي او په یوه ورځ کې د ٣٥٠٠ څارويو د ذبحې وړتیا لري.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه مسلخ کې ٣٥٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا