(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

بلخ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د خبریالانو څلور لارې پرانیستل شوه

کابل، د وري ۲۷مه، باختر

د بلخ ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مزارشريف ښار کې د خبريالانو څلورلارې د ښاروالۍ له بوديجې څخه د ۱۶ ميليونو افغانيو په لګښت جوړه او پرون پرانیستل شوه.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب الله طارق باختر آژانس ته وویل، چې د یادې څلور لارې د نیمګړې چارې درې میاشتې مخکې د مزار شریف ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، چې نن بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده، چې روان کال په مزارشریف ښار کې له ۲۰ زیاتې پراختیايي پروژې پلې شوې دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا