
کابل، د غوایي ١٦مه، باختر
د بلخ د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف، شور تپه، بلخ، شولګر او چهارکنت ولسواليو کې ٧ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیری د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې په مرکز مزارشريف سربېره، شور تپه، بلخ، شولګر او چهارکنت ولسواليو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په تېرو دوه ورځو کې ٧ تنه د غلا، اخلاقي فساد او قتل په تور نیولي دي.
وزیري زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو سره دوه سیټه مبایلونه او یوه اندازه نغدې پیسې هم نیول شوې دي.
د نوموړي په وینا، د نیول شويو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
لمر