امنیت

په نورستان کې د اوو تنو بهرنيو تروريستانو وژل کيدل او نيول کيدل

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٥ :
څلور تنه پاکستاني تروريستان په نور ستان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول.
دغه جګړې نن سهار د ډيورندکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې پاکستاني يرغلګرو د ډيورند له کرښې څخه په اوښتو سره د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د افغانستان په  ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه  جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې څلور تنه پاکستاني تروريستان ووژل شول او درې تنه نور ونيول شول.
ويل کيږي؛ په دغو نښتوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته