(PS)خبرونه(PS)ټولنه

بلخ کې ۲۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

۳کابل، د غوايي ۲۱مه، باختر

د بلخ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د شولګرې ولسوالۍ په محمود قدیم سیمه کې د کور په کور د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې شبکې د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي یارمحمد شبیر وویل، چې دغه شبکه ۳ زره ۷۷۶ مترو په اوږدوالي د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو، ۸۵۹ زرو او ۲۴۳ افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې په کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۴۵ متر مکعب کانکرېټي زېرمې جوړول، ۴۵ نل لیکو نصبول او لمریزې برېښنا د ۳۰ تختو نصبول شامل دي.

شبیر زیاته کړه، چې د دغه شبکې پرمټ ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نوموړي د بلخ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت د ټولو سیمو د پرمختګ برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

ورته مهال د یادې سیمو اوسېدونکو د دغه شبکې په جوړېدو خوښي وښوده او د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست هڅې یې وستایلې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا