
کابل، د غوایي ۱۲مه، باختر
د بلخ امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ۴ تنه د تارخي ځایونو د غیرقانوني کیندنو په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې امینتي ځواکونو د دولت آباد ولسوالۍ په ریګېستان سیمه کې څلور تنه د تاریخي سیمو د غیرقانوني کیندنو په تور نیولي دي.
وزیري زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر