
کابل، د غوايي ۱۲مه، باختر
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۵ ټنه تاریخ تېره درمل، ۳۴ قلمه خوراکي توکي او نوشابې له درملتونونو او مارکېټونوڅخه راټول او سوځول شوي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله توانا د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د بلخ د ښار او ولسوالیو له درملتونونو او سوپر مارکېټونو څخه د څارنې او څېړنې په بهیر کې ۶۵ ټنه تاریخ تېره درمل، ۳۴ قلمه خوراکي توکي او نوشابې راټول او نن وسوّول شول.
توانا د ټولو درملتونونو او سوپر مارکېټونو له مسوولینو وغوښتل، چې له بې کیفیته درملو او خوراکي توکو له واردولو، پېر او پلور څخه ډډه وکړي.
جهانیار