امنیت

په لوګر کې دلارې دتړل کيدو له امله يوه مور او دوه تنه ماشومان يې ووژل شول.

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
دلوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې دلارې دتړل کيدو له امله يوه مور له خپلو دوو تنو ماشومانو سره ووژل شوه .
دلوګر ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې رييس اجمل ستانکزي باختر اژانس ته وويل  تيره شپه دلوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې دهوا دسړښت او دلارې دبنديدو له امله يوه مور له خپلو دوو تنو ماشومانو سره ووژل شوه .
  دده  دڅرګندونوله مخې، په خروار ولسوالۍ کې  له ولسوالۍ سره دکليو او دلوګر ولايت له مرکز سره ددغې ولسوالۍ لارې تړلي شوي دي اوخلک دزياتو ستونزو سره مخامخ دي .
دغه راز ده زياته کړه چې له اړوندو ولسواليو سره داذرې  ،  څرخ او دبره کي برک دولسواليو دکليو لارې تړلي شوي دي او دلوګر ولايت له مرکز سره ددغو ولسواليو لار ې هم تړلي شوي دي . او خلک دخوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخامخ دي .
دبره کې برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين هم باختر اژانس ته وويل چې دلوګر ولايت له مرکز سره ددغې ولسوالۍ لاره تړل شوې ده اوخلک نه شي کولى دخپلې اړتيا وړ توکو اومالونو دپيرودنې لپاره بازار ته لاړ شي او ياخپل ناروغان روغتون ته وليږدوي  .
دده دڅرګندونو له مخې، دوى په دې اړوند مربوطو مسوولينو ته خبرورکړي دي خو تراوسه پورې کوم اقدام نه دى شوى .
داذرې  ولسوال قاضي حميد الله حميد هم په دغې ولسوالۍ کې دلارو تړل کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې خلک له دې پلوه له زياتو ستونزوسره  لاس او ګريوان  دي خو دلارو دپرانستلو لپاره تراوسه پورې کوم اقدام نه دى شوى .
دده دڅرګندونو له مخې، له دريو ورځو راپديخوا دواورې اورښت دوام لري اوخلک نه شي کولي چې له خپلو کورونوڅخه ووځي .
دسيمه ئيزې شورا غړي قاري سردار ولي هم وويل  چې ولايتي مسوولين دلارو دبيا پرانستلو په کار کې خوځښت نه ښيي په داسې حال کې چې په دې اړوند له خصوصي شرکتونوسره پخوا قرارداد لاسليک شوى دى .
  دلوګر ولايت دفوايدعامې رييس انجنير عبدالباقي ستانکزي  وويل هلې ځلې يې پيل کړي دي چې تړلي شوي لارې په  ډير لنډ ممکن وخت  بيا پرانيزي  خو واوره ډيره زياته ده اونه شي کولي ټولې لارې په يو وخت کې پرانيزي . 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته