(PS)خبرونه(PS)امنیت

بلخ کې ۹ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د بلخ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې په تېرو دریو ورځو کې یې په بېلابېلا ولسوالیو کې ۹ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې نیول شوي کسان په شولګر، دهدادي، بلخ او نهرشاهي ولسوالیو کې ۹ تنه د غلا، قتل او نظامي وسایلو د پلور په تور نیول شوي دي.

د مسوولینو په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې د څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا