خبرونهاقتصادټولنهTOP

تېره مياشت له هېواد څخه د څه‌ باندې ۱۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې ېادې ادارې د هېواد په کچه د روان کال د لېندۍ مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي چې له مخې یې په دغه میاشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۶.۵ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۱ ميليون ډالر ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په لېندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۵۴ میلیون ډالرو ته رسېده او د روان کال لېندۍ مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۲.۵ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په لېندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۷۳۵.۸ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په لېندۍ مياشت کې د ۵۵.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌ کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په لېندۍ مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او چین هېواد ته شوي وو.

همدا ډول د روان کال په لېندۍ مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته