ښوونه او روزنه

بهرنيو هېوادونو ته دلوړو زده کړو لپاره دلسګونو تنو هراتي معلولينواستول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢ :
له څلورو کلونو را په دې  خوا څه ناڅه ديرش تنه  معلولين دزده کړې ددوام په مقصد بهر ته استول شوي دي.
دپيرهرات  دبنسټ مسوول عبدالعلي بارکزي څرګنده کړه  چې په دغو معلولينو کې په سلو کې ديرش يې نجونې دي.
ښاغلي بارکزي څرګنده کړه چې دغه کسان دماليزيا ، تر کيې او دهندوستان هېوادونو ته دزده کړې ددوام په مقصد استول شوي دي.
بارکزي زياته کړه اوس  دهغو معلولينو شمير چې  ددغه بنسټ ترملاتړ لاندې  دي شپږسوه تنو ته رسيږي چې يوشمير يې  دلوړو زده کړو  په خصوصي پوهنتونونو کې  جذب شوي دي.
دټولنيزو علومو کارپوهان  دمعلوليت لرونکو کسانو  دحالت له امله  دانديښنې  په څرګندولو سره  په دې باور دي چې زياتره دغه کسان داقتصادي، بيوزلۍ په دليل له زده کړې څخه پاتې دي.
دوى  دزده کړې په خاطر ددغو کسانو استول او له علمي ودې سره مرسته  ددوى داقتصادي ستونزو دلرې کولو لپاره مهم بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته