سیاست

د ډنډ غوري تفاهم ليک وڅيړل شو

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٩:
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون پرون غونډه وکړه.
د اساسي قانون پرتطبيق د څارنې د خپلواک کميسيون د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پيل کې د کميسيون مرستيال پوهنمل لطف الرحمن سعيد د کميسيون د پخوانيو مصوبو د تطبيق او اجرا کيدو د څرنګوالي رپوټ وړاندې کړ او وروسته د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې د دغو موضوعګانو په باب خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.
په پيل کې په ولسي جرګه کې د غور د پخوانۍ والۍ سيماجوينده د دندې دبيا ترلاسه کيدو په برخه کې د هغې د غوښتنليک په باب په هر اړخيزه توګه غور او خبرې وشوې او وپتيل شوه چې په راتلوونکې غونډه کې دې د اساسي قانون  د حکمونو په رڼاکې په دې برخه کې د کميسيون نظر تصويب او د ملي شورا ولسي جرګې ته دې وليږل شي .
وروسته دډنډ غوري د تفاهم ليک د لاسليک او مفادو دڅرنګوالي په باب داساسي قانونو د حکمونو په رڼاکې غور او خبرې وشوې او په دې برخه کې پريکړه وشوه  چې دکميسيون له خوا دې د جمهوري رياست مقام ته حقوقي نظريه وليږل شي چې د دغه شان تفاهم ليک د لاسليک چې د اساسي قانون د حکمونو پرخلاف دى، په راتلوونکې کې مخه يې ونيول شي .
د غونډې دکار په دوام ادارو او کميسيونونو ته د ( مستقل ) کليمې د کارولو په برخه کې، د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې چې د کابينې د١٣٩٤کال  د سلواغې د مياشتې د ١٨ نيټې د  (٢٠)  گنه مصوبې  او د جمهوري رياست د عدلي او قضايي کميټې د  ١٣٩٤ کال  د کب دمياشتې د ١٠ نيټې دغونډې له پريکړې سره سم د نظر د څرګندولو لپاره داساسي قانون  پرتطبيق دڅارنې خپلواک کميسيون ته سپارل شوې وه، خبرې او څيړنې وشوې او وپتيل شوه چې په دې برخه کې د عدليې او ماليې له وزارتونو څخه د هر اړخيزو معلوماتو له راټولولو وروسته دې، د کميسيون حقوقي نظر تدوين او د جمهوري رياست د دويم معاونيت مقام ته دې وليږل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته