خبرونهسیاستTOP

بهرنیو چارو وزارت: د هند او منځنۍ آسيا هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو د لومړنۍ ناستې له ګډې هوکړې هرکلی وکړ

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نوې دهلي کې د هند او منځنۍ آسيا هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو د لومړنۍ ناستې له ګډې اعلامیې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د سيمي د امنيت د خونديتوب په اړه د ښې همغږۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې اسلامي امارت د یادې غونډې د ګډې هوکړې ستاینه کوي، چې پر بنسټ یې د باثباته، سوله ييز، د يو موټي او خوندي افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړی او د افغانستان حاکمیت، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام او هم په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته درناوی کوي.

اسلامي امارت ژمن دی او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته خطر پېښ کړي یا هم د هغوی په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د هغه وړاندیز هرکلی کوي، چې له مخې یې د چابهار بندر د نړيوال شمال – سهيل ټرانسپورټي دهلېز په چوکاټ کې شامل شي.

اسلامي امارت په دې اړه د هر ډول خونديتوب او اړينو اسانتياوو رامنځته کولو ته چمتو دی.

بهرنیو چارو وزارت د يادې ناستې په اعلاميه کي وېره خپروونکو ته د سرپناه، روزنې، پلان او مالي ملاتړ په موخه د افغانستان د خاورې کارېدلو په تړاو ښودل شوې اندېښنه په اوسنيو شرايطو کي بې ځايه بللې ده.

په اعلامیه کې هیله ښودل شوې، چې د هند – مرکزي آسيا د ملي امنيت سلاکارانو/ د امنيت شورا سيکرترانو راتلونکې دوهمې ناستې ته، چې په ۲۰۲۳ زېږديز کال د مې په مياشت کې په قزاقستان کې جوړېدونکې ده، افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت استازي په شتون کې د امنیت، انسانانو او مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي، افغان ولس ته د بشري مرستو رسولو او په ځانګړې توګه د بنسټيزو پروژو په ترسره کولو کې اسانتياوې، همکاري او دوه اړخيز ډاډ رامنځته شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا