سیاستخبرونهTOP

بهرنیو چارو وزیر: د پاکستان او افغانستان ترمنځ مثبتې اړیکې د ولسونو، سیمې او دواړو هېوادونو په ګټه دي

کابل، د لېندۍ ۸ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ستوري ماڼۍ کې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیرې حنا رباني کهر او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ مثبتې، نېکې او ښې اړیکې د ولسونو او سیمې په ګټه وبللې.

هغه په کتنه کې په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، یو بل هېواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو را منځته کولو، د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې د پرمختګ او چټکتیا په اړه هم خبرې وکړې.

همدا راز یې د ټاپي، ټاپ، اورګاډي لین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته چمتووالی وښود، د سیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د اسلامي امارت موقف څرګند کړ.

په همدې حال کې پاکستاني هیئت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي.

په کتنه کې حنا رباني کهر ویلي چې افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري، نو د دواړو هېوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا