سیاست

ناتو په افغانستان کې خپل نوى ماموريت پيلوي .

کابل باختر  دچنګاښ  پنځمه :
دناتو دسازمان عمومي منشي اعلام وکړ چې په افغانستان کې دناتو نوى ماموريت به د ٢٠١٧ ميلادي کال په لومړيو وختو کې پيل شي .
باختراژانس دنړيوالو رسنيو له خولې خبر راکړ. ينس ستولتن برګ  پرون په بروکسل کې دناتو دغړو هيوادونو ددفاع دوزيرانو دغونډې  په دويمه ورځ  وويل  چې په دې نوي ماموريت  کې ملکي او پوځي هدفونه شامليږي .
ددغه تړون دغړو هيوادونو ددفاع وزيرانو په بروکسل کې دخپلې دوه ورځنۍ  غونډې په پاى کې وويل چې د هميشني  مشارکت په نامه نوى ماموريت به دغوڅ ملاتړ له ماموريت وروسته پيل شي .
دناتو عمومي منشي ينس ستولتن برګ  څرګنده کړه چې موږ په افغانستان کې په غير پوځي مشرۍ دماموريت په اړوند خپله ژمنه تاييد کړه چې له غوڅ ملاتړ وروسته په دغه هيواد کې پيليږي چې ددغه هيواد امنيتي ارګانونه لازيات پياوړي شي .
دناتو عمومي منشي زياته کړه چې همدا اوس افغانستان او ناتو له بدلونونو او ستونزو سره مخامخ دي
ينس ستولتنبرګ  وويل دناتو غونډه چې دافغانستان ددفاع وزارت سرپرست هم پکې برخه لرله ددغه هيواد اوسني حالت او دغوڅ ملاتړ دماموريت نتيجې وڅيړلې .  دغه راز دامريکا ددفاع وزير اشتون کارتر په دې غونډه کې له افغانستان سره دهمکاري په دوام باندې ټينګار کړى دى او ويلي يې دي .
دغوڅ ملاتړ دماموريت په باره کې  دناتو په غونډه کې ما له افغانستان سره دمرستې لپاره زموږ په ګډې ژمنې  باندې ټينګار وکړ چې ديوې لسيزې  جګړې برياليتوبونه وساتل شي .
  په افغانستان کې دناتو دغوڅ ملاتړماموريت  د ٢٠١٥ ميلادي کال په لومړيو وختو کې پيل شوى او د ٢٠١٦ ميلادي کال  په وروستيو وختو کې پاى ته رسيږي او دهميشني مشارکت ماموريت به په ٢٠١٧ ميلادي کال کې پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته