امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي ونيول شول.

کابل باختر د وري اتلسمه :
دفارياب ولايت پوليسو دوه تنه ماين ښخوونکي په قيصار ولسوالۍ کې نن دماين ښخولو په وخت کې ونيول .
دفارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغه ولايت پوليسو دقيصار  ولسوالۍ دحرکت ليک  دکلي دخلکو په همکارۍ  دوه تنه ماين ښخوونکي  دقيصار  ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشت واټ کې دماين ښخولو په وخت کې ونيول .
يوه اړونده  خبرځاى وويل، له نيول شويو کسانو څخه دوه تومانچې  ، دتوغندي ويشتوونکي ګولۍ ، دماين  ريموت کنترول او ثانيه سوځوونکي  پلټې ترلاسه شوي دي .
دغه کسان په داسې حال کې نيول شوي دي چې دوه ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له خوا په همدې ساحه کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله يوملکي وګړى  شهيد شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته