امنیت

په سرپل کې وسله والو طالبانو ته دسر زيان واوښت

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
دسرپل ولايت په مربوطاتو کې  دنويو نښتو له امله  وسله والو طالبانو ته دسر دروندزيان واوښت  .
دغه  جګړې  تيره شپه او نن سهار  دسرپل ولايت  په  ځينو سيمو کې ونښتې.
لومړۍ جګړه تيره شپه   دسرپل  بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه  جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل ؛  چې په دغو طالبانو  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې دهغوى له خوا ډزې وشوې.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې اته تنه يرغلګر طالبان دسرپل ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ   کې له  پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
په دغوطالبانو تيره شپه کله يې چې غوښتل په يوې امنيتي پوستې بريدوکړي  دپوځيانو له خوا ډزې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته