فرهنګ

د پوهاند رښتين د مړينې د تلين په درناوى علمي اوڅيړنيز سيمينار جوړ شو

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
د افغانستان د نوميالى شاعر، ليکوال، څيړونکى او سياست پوه پوهاندصديق الله رښتين د مړينې د پنځلسمه تلين په درناوى علمي او څيړنيز سيمنيار د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې جوړ شو.
په دې سيمينارکې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړشوى و؛ په لسګونو تنو شاعرانو، ليکوالو، څيړونکو، دپوهنتون استادانو، د دولتي او فرهنګي بنسټونو مسوولينو او د پوهاند رښتين د کورنۍ غړو برخه اخستې وه.
ددغه يو ورځنى سيمينار برخه والودپوهاند رښتين دژوند دبېلابېلو اړخونو، آثارو او د پښتو ژبې او ادبياتو د غوړيدو او ودې په لاره کې دپوهاند رښتين دکړو وړو په باب خبرې وکړې او خپلې څيړنيزې مقالې يې ولوستلې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي هم دغه سيمينار ته ديو پيغام په استولو سره پوهاند صديق الله رښتين د يوې ملي پانګې په توګه بللى او ويلې يې دي چې ده د خپل عمرڅه ناڅه شپيته کاله عمر دپښتو ژبې او ادب بډاينې ته وقف کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين هم د يو پيغام په ليږلوسره پوهاندرښتين يو داسې شخصيت وباله چې په خپلو ځلاندو کارنامو سره د خلکوپه زړونوکې ځانګړى ځاى لري.
په دې پيغام کې چې د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د يومسوول شيرشاه همدرد له خوا ولوستل شو؛ دغه راز ليکل شوي دي: پوهاند رښتين  خلکوته دخدمت په خاطر ډير آثار وليکل. له دې امله موږ د هغه په کارنامو وياړو.
ددغه سيمنيار په دويمه برخه کې د افغانستان دعلومو اکاډمى مرستيال څيړنپوه محمدعلم اسحق زي او دپوهندوى معروف شاخان، ببرک مياخيل او استادمحمد ابراهيم همکار په ګډون يو شمېرڅيرړونکوګټورو آثارو او ژوند په باب خپلې  څيړنيزې مقالې ولوستلي
دپوهاند رښتين زوى فضل الله رښتين د باخترآژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل چې له پلار څخه يې د نظم او نثر په تېره بيا د پښتو ژبې او ادبياتو د پراختيا په قالب کې څه ناڅه نهه اتيا آثار پاتې دي چې ځينې يې لا تر اوسه چاپ شوي نه دي.
پوهاند رښتين په بېلابېلو دولتي څوکيو له هغو څخه يو وخت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه کارکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته