امنیت

پنځه طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
پنځه وسله وال  طالبان په روزګان کې  د نوې جګړې په بهير کې ووژل شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله يې چې غوښتل ترينکوټ ښار ته څېرمه پر يوې امنيتي پوستې يرغل وکړي بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيودفترد يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې په دې جګړه کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي په دغو وسله والو طالبانو کله يې چې غوښتل د ترينکوټ ښار ته څېرمه د پوځيانو پر يوې پوستې يرغل وکړي له ځمکې او هوا څخه برېدونه وشول .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب  څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته