امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو ګروپ په قندهار کې له دولت سره يوځاى شو .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو څلورکسيز ګروپ په قندهار ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شو .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه کسان قندهار ولايت کې دوسله والو طالبانو ديوې ډلې دمرستيال ملا شهزاده وثيق په سرګروپۍ له دريو تنوملګروسره يې دسولې له بهيرسره  يوځاى شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه ډله پخوادقندهارولايت دميوند په ولسوالۍ کې په ورانکارو او تروريستي  فعاليتونو بوخته وه او اوس دملي روغې جوړې دتګلارې په رښتينوالۍ  باندې په پوهيدو سره ، له دولت سره يوځاى شوه .
خبرځاى زياته کړه چې دغو کسانو خپل جنګي  وسايل چې درې کلاشينکوفونه يوه ماشنګڼه  او يوه اندازه مهمات پکې دي هم دولت ته وسپارل .
له دولت سره يوځاى شويو کسانو له حکومت څخه  وغوښتل چې په دغه ولايت کې  دامنيت دتامينولو او دهيواد په بيا جوړولو  کې دوى ته زمينه برابره کړي او د دغه ولايت په پرمختيايي او عمراني پروژو کې  ونډه ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته