امنیت

په غزني کې په غير قانوني ډول دودانيو دجوړولو کار وځنډول شو .

کابل باختر د تلې پنځمه :
په غزني ښار کې په غير قانوني ډول دودانيو دجوړولو کار نن وځنډول شو.
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغزني والي انجنير عبدالکريم متين په غزني ښار کې په  غير قانوني ډول د ودانيو دجوړولو کار وځنډاوه او ددغو لوړپوړو  ودانيو ټولو خاوندانو ته چې په غير قانوني ډول  په ښار کې دلوړپوړو ودانيو په جوړولو لاس پورې کوي ،  خبر دارى ورکړ تر هغه وخته پورې چې دخپلو قانوني  سندونه پړاونه بشپړ نه کړي دکار اجازه ورته نه ورکول کيږي .
متين په غزني ښار کې ددولتي ځمکو دغصب  له امله هم انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل :چې په دې  وروستيو وختو کې دځمکې مافيا  دغزني ښار په نو اباد ساحه کې ځينې دولتي ځمکې داستوګنې دنمرو په ډول په خلکو پلورلې دي چې داستوګنې ددغو کورونو دجوړولو کار ځنډول شوى دى .
دغزني والي ددغه ولايت له ټولو اوسيدونکو څخه وغوښتل هغه ځمکې چې په غير قانوني ډول پلورلې  کيږي  ونه پيري .
دغزني دوالي دڅرګندونوله مخې ، ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې څه دپاسه ٢٠٠  زره جريبه دولتي ځمکه غصب  شوې ده  او دځمکې  له مافيا څخه ددغو ځمکو دبيرته ګرځولو  بهير هم دوام لري .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته