امنیت

دکابل دانترکانټيننټال دتروريستي بريد دځپلو لپاره دامنيتي ځواکونوهڅه اوهاند

کابل باختردسلواغې دمياشتې١ نيټه  :
په  کابل کې په انترکانټيننټال هوټل دتروريستي بريد  دشنډولو اود يرغلګرو دځپلو لپاره   دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ څلوروتنو وسله والو يرغلګرو تيره شپه په کابل کې په انترکانټيننټال هوټل  بريد وکړ اوله امنيتي ځواکونوسره يې په  نښتې لاس پورې کړ.
دکورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وايي  چې يرغلګر څلور تنه وو .
ده په دې بريد کې د پنځو تنو وژل کيدل او ديوشمير نورو کسانو ټپي کيدل  تائيد کړل .
ويل شوي دي  چې دوه تنه يرغلګر ځپل شوي  دي  او دوو تنو نورو يې تراوسه پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړى دى.
امنيتي سرچينو ويلي دي چې  هوټل تر شپږم  پوړ پورې تصفيه شوى دى  خو تروريستان دشپاړلسو تنو بهرنيانو په ګډون  سل تنه په خپل يرغمل کې لري.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وايي ؛ هغه څه د پاسه سل تنه        
چې په هوټل کې  وو، ژغورل شوي دي چې شپاړلس تنه يې بهرنيان  دي.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته