(PS)خبرونه(PS)نړۍ

بېسلي: د نړۍ شتمنۍ ۴۰۰ تریلیونو ډالرو ته رسېږي؛ هیڅ دلیل نشته چې ماشومان له لوږې مړه شي

نړیوالې سرچینې، د وري ۱۳مه، باختر

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) رئیس ډیویډ بیسلي اسوشیتېد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د نړۍ شتمنۍ ۴۰۰ تریلیونو ډالرو ته رسېږي خو نړۍ به د مرستو نه ترلاسه کولو په صورت کې د پراخو مهاجرتونو، بې ثباته هېوادونو، لوږو ماشومانو او یو لوی انساني بحران شاهده واوسي.

بیسلي په ۲۰۲۲ کال کې د نړیوال خوراکي پروګرام سره د هغو هېوادونو چې په میلیاردونو ډالرو مرسته کړې ستاینه وکړه او له چین، خلیجي هېوادونو، شتمنو میلیاردرانو او پر نورو بډایه هېوادونو غږ وکړ، چې دې درانه بار ته اوږه ورکړي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي مقام ویلي، وېریږي که د خوړو نړیوال پروګرام هغو ۲۳ میلیاردو ډالرو ته چې اړتیا لري، ترلاسه نه کړي، په پایله کې به میلیونونه انسانان چې په نړۍ کې خوراکي‌ توکو ته اړتیا لري، ناهیلي پاته شي.

د بیسلي په وینا، په ۲۰۲۲ میلادي‌ کال کې د خوړو نړیوال پروګرام کې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو او سیمو کې له ۱۲۸ میلیونو کسانو سره د خوراکي‌ توکو مرسته وشوه.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر له ټولو هېوادونو له هغې ډلې د نړۍ له دویم اقتصادي هېواد چین څخه وغوښتل، چې خپلې مرستې ډېرې کړي. د هغه په وینا چین تېر کال یوازې ۱۱ میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام سره مرسته کړې وه.

بیسلي وویل، په نړۍ کې د تېلو قیمت لوړ شوی او خلیجي هېوادونه چې د تېلو عمده خرڅوونکي دي په ځانکړي ډول اسلامي هېوادونه د خوړو نړیوال پروګرام سره دې خپلې مرستې ډېرې کړي.

د بیسلي په وینا، د بودیجې د کموالي‌ له امله اړ شو چې په افغانستان کې له څلورو میلیونو کسانو سره خپلې مرستې پنځوس سلنه کمې کړي، هغه کسان چې بشري مرستو ته اړتیا لري او که په افریقا او منځني ختیځ کې نورو هېوادونو بشري مرستو ته اړتیا لري، په پاکستان کې د اوړو ترلاسه کولو په پار له لسو ډېر انسانان مري، یمن کې د خوارځواکه ماشومانو انځورونه د انساني ناورین تر ټولو دردونکې بېلګه ده او هر چېرې میلیونونه انسانان د هغو خلکو مرستو ته په سترګې په لاره دي چې د ده پر ټکو په هېوادونو کې یې د تېلو ویالې بهېږي.

د یادونې وړ ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام تېرکال ۱۴.۲ میلیارده ډالره ترلاسه کړي دي.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا