کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٧ :
په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو په قراګاه بريدکوونکي ووژل شول .تيره شپه ناوخته څلورو تنو ځانمرګو يرغلګرو په ګرشک ولسوالۍ کې په دغې پوځي قرارګاه بريد وکړ.
د ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني د باخترآژانس خبريال ته وويل : په دې جګــــړه کې څلور تنه بريدکوونکي د پوځيانوله خوا ووژل شول .
ده وويل چې په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
طالبانو له رسنيو سره د يوې اړيکې په ترڅ کې ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ