
کابل، د چنګاښ ۲۰ مه ، باختر
د انګلیس بلک بورن کلب په یوه بې ساري اقدام کې د لوی اختر د لمانځه لپاره خپل لوبغالی پرانیست.
دغه کلب چې د انګلیس فوټبال په لومړۍ څانګه کې شتون لري، لومړنی کلب دی چې دا ډول کړنه یې ترسره کړې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د لوی اختر په لومړۍ ورځ کې په زرګونو تنو لمونځ کوونکي د دغه کلب د فوټبال لوبغالي ته ورغلل او لمونځ يې وکړ.
د بلک بورن کلب دغه اقدام د ورزشکارانو، مسلمانانو او په ځانګړې توګه د دغه کلب د مسلمانو لوبغاړو له خوا تود هرکلۍ شوی دی.
په بلک بورن لوبغالي کې د اختر د زرګونو لمونځ کوونکو شتون د ځینو انګلیسي رسنیو سرلیک شو.
ع