سیاست

دکابل د خلکو سراسري شورا او د وزيرآباد وګړني شورا د٥٧ او٥٨ کلونو د شهيدانو درناوى وکړ

کابلباختردميزان ١١
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير او دکابل د خلکو د سراسري شورا رئيس وايي: ((زموږ د هيوادخلکو د تاريخ په لوړو ژوروکې زياتې ستونزې ګاللې دي، خوهيڅکله خواري او ذلت ته نه دي تسليم شوي.))
دباخترآژانس دخبر له مخې: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير او د کابل د خکو د سراسري شورا رئيس ډاکترسيدمخدوم رهين چې نن يې د هيواد د شهيدانو د درناوي په مراسموکې چې په ٥٧ او٥٨ لمريزکلونوکې چې د وخت د اختناق د رژيم د واکمن نانوله خوا شهيدان شوي دي؛ خبرې کولې وويل: د هرفرد ژوند پاى لري اومرګ د هر ژوندي ژوند ته دپاى ټکى ږدي او د قرآن مجيد په قول هرنفس دمرګ څښوونکى دى. څومره ښه ده چې د ژوند پاى او د مرګ شيبه وياړ او حماسې ته نږدې وي. هغه څه چې زموږ د پنځو زرو تنو شهيدانو او د زرګونو تنو نورو شهيدانو په نصيب شول.
ډاکتر رهين د کابل دخلکو د سراسري شورا په استازيتوب ددغه سترملي مصيبت له امله زموږستر ملت ته ډاډ ګيرنه وويله اوڅرګنده يې کړه چې دغه سترملي مصيبت چې د پيړۍ يوه ربع ورڅخه تيريږي؛ تر اوسه پورې هم ټپونه يې زموږ د ملت په بدن کې نه دي روغ شوي.
ډاکتر رهين هغو پيښو ته چې په ٥٧ او٥٨ کلونوکې په هيوادکې رامنځ ته شوي دي؛ اشاره وکړه او زياته يې کړه: ((هغه کسان چې په هغه وخت کې د سياسي واک په غلا بريالي شول؛ داسې د غرورپه بادې مست وو چې پوهيدل چې د دوى قدرت جاويداني او ابدي دى، خو نه پوهيدل چې د وخت له انتقام څخه په آسانى سره روغ رمټ  نه شي پا تې کيدلي.))
ډاکتر رهين زياته کړه: ((زموږ ملت دتاريخ په لوړو ژوروکې زيات دردو نه اوکړاونه زغملي دي او هيڅکله خوارى او ذلت ته نه دي تسليم شوي او د هر تيري په وړاندې په لوړ قامت سره دريدلي دي او له پخوا زيات حماسې رامنځته کړې او ژوند يې جوړ کړى دى.
د٥٧او٥٨ کلونو د شهيدانو د يادونې په مراسموکې چې دکابل دخلکو د وګړني شورا، د وزيرآباد د وګړني شورا او د شهيدانو د پاتې کسانو له خوا په ګډه پرځاى شوي و؛ يوشمير دولتي مسوولينو، په ملي شوراکې يو شمېراستازو او دکابل يو زيات شمېر ښاريانو ګډون کړى و.
په دغو مراسموکې د مدني ټولنې رئيس عزيز رفيعي د وخت د واکمنانو په لاس  زموږ د پنځوزرو تنوهيوادوالوشهيدانول يې د يو سترځنځيري پروګرام يوه برخه وبلله چې کولى شوهغه يوټکان ورکوونکى جنايت وبولو.
ده برسيره پر دې چې ددغه جنايت د عاملينو د محاکمې غوښتنه وکړه؛ ددغوشهيدانو په نامه په کابل کې د يو واټ د نومولوغوښتنه وکړه .
مراسم د قرآن عظيم الشان په ختم ، خيرات او دشهيدانو پاک روح ته د دعاپه کولو سره پاى ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته