کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د ملي د فاع وزارت د هېواد په ځينو سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې د ٦٩ تنو تروريستانو د وژلو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډعمليات ترسره کړل چې له امله يې ٦٩ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او ٤٩ تنه نور ټپيان شول.
دغه عمليات د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار ، کونړ ، لغمان، غزني ، لوګر ، قندهار، روزګان ، زابل ، فارياب ، بغلان ، تخار، جوزجان ، نيمروز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې د شپږو تنو داعشيانو په ګډون ٦٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، ٤٩ تنه ټپيان شول او د هغوى يوه اندازه وسلې او مهمات ، درې موټرسايکلونه ، يوه قرارګاه هم له منځه وړل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل