امنیت

د بشري حقونو کمېسیون: په قندهار کې ٣٣ملکيان ژوند بایللی دی

کابل / د زمري ۴مه / باختر
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون باختر آژانس ته د يوې اعلاميې په استولو سره ويلي دي چې د چنګاښ له ۳مې څخه د چنګاښ تر ۱۵مې پورې په قندهار کې څه ناڅه ٣٣ ملکيان ژوند بایللی دى.
د بشري حقونو کمېسيون د خپرونو د رييس ذبيح الله فرهنګ د څرګندونو له مخې؛ په وژل شويو کې مدني فعالان، قومي مشران او خبريالان شامل دي.
هغه زياته کړې ده: دغه وژنې د وسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې او د افغانستان د دولت تر ادارې لاندې سيمو کې شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پر دغو وژنو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده او له دولت او وسله والو طالبانو يې غوښتي دي چې په دغه هېواد کې د ملکيانو مصؤنيت ته زیاته پاملرنه وکړي.
له دې وړاندې د افغانستان دولت ادعا کړې وه چې طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ تر نيولو وروسته ۴۰۰ کسان نيولي او لسګونه تنه نور يې وژلي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته