امنیت

په فراه کې درايو په مرکزونو دطالبانو په بريد کې دوى ته دسرزيات زيان اوښتى دى

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
اته تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې  درايو ورکولو په ځينو مرکزونو ددغې ډلې دپراخ بريد په بهيرکې ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول.
په دې پيښه کې  چې نن  غرمه رامنځته شوه دعامه نظم درې تنه پوليسان هم شهيدان شول.
جګړه هغه وخت پيل شوه چې  په لسګونو تنو وسله والو طالبانو دبالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد سيمه کې  درايې ورکولو په څو مرکزونو اويوې امنيتي پوستې بريدوکړ.
دفراه و لايت  يوه امنيتي  مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
ده  په دې  جګړه کې دعامه نظم  دپوليسو ددريو تنو سرتيرو شهادت هم تائيد کړ او ويې ويل  دغه سرتيري هغه وخت شهيدان شول  چې په سرښندنې  يې  درايو مرکزونو ته دطالبانو دنږدې کيدو مخه ونيوله .
دغه جګړه په ګنج آباد سيمه کې  ديو ساعت لپاره درايې ورکولو دبهير دځنډولو سبب  شوه .  خو له  جګړې وروسته خلک درايو صندوقونو ته لاړل  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته