ټولنه

لاريون کوونکي : دتروريستپال پاکستان مرستې نه منو.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٦  :
دپکتيکا ولايت په سلګونو تنه اوسيدونکي دهغه څه په غبرګون کې چې  دهېواد په ناآراميو کې  دپاکستان لاس لرل دي  په يوه لاريون کې دملي وحدت   دحکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې دپاکستاني مقاماتو له خوا دې  نوې  ژمنه شوې مرسته ونه مني.
پاکستان دبروکسل په غونډه کې دافغانستان دبيارغاونې لپاره د (٥٠٠) مليونو ډالرو ژمنه وکړه.
دوى  په پاکستان تور ولګاوه  چې په افغانستان کې دډاراچوونکو ډلو  ملاتړکوي  او ويې  ويل ؛  دافغانستان خلک خاوره خوري ، زهر خوري  خو دپاکستان مرسته  نه مني.
لاريون کوونکو  د مرګ په پاکستان   او مرګ دطالبانو په ملاتړي  دشعارونو     په  ورکولو سره له حکومت څخه  وغوښتل چې  دبديلو لارو  په لټولو سره دې دافغانستان بازارونه دپاکستاني محصولاتو له انحصار څخه خلاص کړي .
يو تن لاريون کوونکى جنت ګل د باخترآژانس له خبريال سره  په خبرو کې وويل   چې دافغانستان دولت ډير ښه کار کړى دى چې ورو ورو غواړي موږ دپاکستاني محصولاتو  له انحصار څخه را وباسي  چې دا کارپاکستان  ته سخت   ګوزار  دى او موږ هم  کولاى شو چې له نورو هېوادونو څخه  مالونه وارد کړو.
ده دغه راز وويل ؛ پاکستان  په ظاهره  نړيوالو ته ښيي چې دافغانستان په بيارغاونه کې ونډه اخلي او په حقيقت کې  دافغانستان دټولو ويجاړيو ترشا  دغه هېواد لاس لري  او  له طالبانو او له نورو  ډار اچوونکو ډلو څخه په ابزاري استفادې سره  هره ورځ  زموږ په هېواد کې وينه تويوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته