(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

تاکاشي اوکادا: جاپان د بېلابېلو نظرونو له شتون سره سره له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتونکی دی

کابل، د وري ۲۳مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل.
په یاده ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه خبرې اترې وشوې.
د جاپان سفیر په دغه کتنه کې وویل، چې د بېلابېلو نظرونو له شتون سره سره یې هېواد له افغان چارواکو سره د تعامل پلوی دی.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان عمومي وضعیت مثبت وباله او زیاته یې کړه، چې سیمه او نړۍ دې د مثبتو پرمختګونو په نظر کې نیولو سره په واقعیتونو سترګې نه پټوي، تر څو د همکارۍ او همغږۍ د فضا په رامنځته کولو سره پرمختګونو او تعامل ته لاره هواره شي.
د یادونې وړ ده، چې جاپان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بشري مرستو ډاډ ورکړی وو.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا