سیاستخبرونهTOP

تاکاشي اوکادا: جاپان له نړيوالې ټولنې سره په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ پر لارو چارو بحثونه کوي

کابل، د لېندۍ ۱۹ مه، باختر
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي اميرخان متقي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د جاپان سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد هېواد له لوري له افغانستان سره د ۱۰۶ میلیون ډالرو مرستو او مثبت ډیپلوماتیک تعامل څخه مننه وکړه او دغه تعامل یې د نړیوالې ټولنې له پاره د ښه خط سیر په توګه یاد کړ.
په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا په دغه کتنه کې وويل، چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په دې اړه بحثونه کوي، چې څنګه کولای شو په افغانستان کې اقتصادی پرمختګ ته لار هواره کړو.
نوموړي همدارنګه وويل؛ جاپان هېواد اراده لري، چې په افغانستان کې د کوکنارو دبدیل معیشت، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
تاکاشي زياته کړه، چې جاپان په راتلونکي کال کې د امنیت شورا د غړي په توګه خپله دنده پیلوي او هڅه به وکړي، چې په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه ښه رول ولوبوي.
د دغه کتنې په پای کې، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په تړاو د جاپان د هڅو قدرداني وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د کوکنارو د مخنیوي، اداري فساد د کمښت، د غوره امنیت د ټینګښت او نورو مواردو کې د اسلامي امارت دکړنو مثبت پیغام ولیږدول شي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا