
بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۲۷ مه، باختر
د تایوان دفاع وزارت وایي، چې نن دوشنبې د چین د پوځ ۱۰۳ باله بېلابېل ډوله الوتکې او نهه پوځي کیښتۍ دغه هېواد ته نږدې اوبو او هوا کې لیدل شوې دي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو الوتکو له جملې څخه ۴۰ هغه یې د تایوان هوایي حریم ته ننوتې دي او د دغه هېواد پر فضا یې الوتنې ترسره کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره یې سمندري دفاعي او د توغندیو ضد سیستمونه فعال کړي دي.
تایوان شاوخوا کې د چین پوځي تحرکات وروسته ترهغې زیات شوي، چې تېره میاشت واشنګټن له ټایپي سره پوځي مرسته وکړه او د چین د بهرنیو چارو وزارت یې وړمه ورځ په وروستي غبرګون کې وویل، چې امریکا په قصدي ډول له تایوان سره دغه مرستې کوي.
د تایوان جزیره له ۱۹۴۹ زیږدیز کال راهیسې د استقلال ټټر وهي، خو چین یې خپله نه بېلېدونکې خاوره بولي او د نیولو لپاره یې د پوځي اقدام خبرداری هم ورکړی دی.