سیاست

جيمز دابنز له محمد عمر داودزي سره په کتنه کې له افغانستان سره دامريکا دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دافغانستان دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتوله ځانګړي استازي جيمز دابنز سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې دتيرو انتخاباتو  دترسره کولو په باب خبرې وکړې او داکار يې دافغانستان لپاره ډيره مهمه سياسي پيښه وبلله او ددوه اړخيزو اړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې يې ټينکار وکړ.
دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي دانتخاباتو دامنيت په تامينولو ، دبيطرفي  په ساتنې او په برياليو کړنو کې دافغان امنيتي ځواکونو او دملي پوليسو هلې ځلې  چې په دواړو بهيرونو کې دمليونونو افغانانو دګډون سبب شو وستايل .
په دې غونډه کې دکورنيوچارو وزير محمد عمر داودزي  په انتخاباتو کې برياليتوب د دموکراسۍ دستنو د ټينګښت او د افغانستان دخلکو دسياسي بلوغ  لپاره دخلکو فعال ګډون او اراده وبلله او په څو تيرو کلونوکې يې دامريکا دمتحده ايالاتو دخلکو اوحکومت دملاتړ له امله مننه وکړه .
په همدې حال کې دکورنيو چارووزير له تروريزم سره دمبارزې او له نړيوال تروريزم سره دمبارزې په کار کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو او په دې لاره کې دافغانستان دخلکو دصداقت په باب  چې دافغانستان سيمې او نړۍ دامنيت لپاره يې زغملي دي، دامريکا له ځانګړي استازي سره خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو لورو دسنګين په ولسوالۍ د تروريستانو دبريد په  باره کې چې له امله يې دښمنانو ته دسردروند زيان واوښت او په وزيرستان کې  دپاکستاني پوځيانو دعملياتو او دهغو دعواقبو په باب اوږدې خبرې وکړې او ټينګار وشو چې دسيمې هيوادونه په تيره بيا پاکستان  دې په صادقانه ډول په خپله خاوره کې دتروريزم داصلي  مرکزونو په دړې وړې کولو کې په صادقانه ډول عمل وکړي.
دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي په راتلوونکو کلونوکې دخپل هيواد دمرستې اوهمکارۍ په دوام باندې ټينګار وکړ او ددواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو دپراختيا غوښتنه يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته