امنیت

اته ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دننګرهار ولايت داچين او دنازيانو ولسواليو په مربوطاتو کې پرون د داعش په ډلې پورې اړوند شل تنه ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل : پرون دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په بانډر ساحه کې دشفق سيلاب دعملياتو په بهير کې دهوايي ګوزارونو له امله د داعش په ډلې پورې اړوند شل تنه ووژل شول او اته تنه نور ددغه ولايت د نازيانو ولسوالۍ د للمې په ساحه کې ووژل شول.
دننګرهار ولايت د هسکې مينې او اچين په ولسواليو کې څلور ورځې مخکې دشفق ګډ محاربوي عمليات پيل شوى او دغه راز دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته